امارت به نن پنجشنبه خپل د ۵ ډیپلوماټانو مړي خاورو ته وسپاري

ټاکل شوې ده چې عربي متحده امارات به نن د خپلو هغو پنځو ډیپلوماټانو مړي خاورو ته وسپاري چې په کندهار کې یوه چاودنه کې وژل شوي.

د دې پنځو ډیپلوماټانو مړي پرون چهارشنبه ماښام په یو ځانګړي پرواز کې له کابله د متحده عربي اماراتو پایتخت ابوظبي ته ورسېدل.

په کندهار کې د دې پنځو ډیپلوماټانو د وژلو په ویر متحده عربي اماراتو د چهارشنبې له ورځې د جمعې تر ورځې ملي ماتم اعلان کړی او په ټوله نړۍ کې به د دې هېواد بیرغونه نیمکښو وي.

د دوبۍ امیر او د متحده عربي اماراتو صدراعظم شیخ محمد بن رشید المکتوم د خپل ټویټر په پاڼه په کندهار کې دا بمي برید غندلی او لیکلي یې دي” د بې ګناه انسانانو د وژنې لپاره هېڅ ډول انساني او اسلامي توجیه وجود نه‎لري.“

په کندهار کې د سې شنبې د ورځ برید د متحده عربي اماراتو په ۴۵ کلن تاریخ کې د دې هېواد د ډیپلوماټانو لپاره تر ټولو مرګوني پېښه وه.