جرمني ته د وړم کال په پرتله د ورغلو پناه غوښتونکو شمېر کم وو

ویل کېږي تېر میلادي کال ۲۸۰ زره پناه غوښتونکي له جګړه ځپلو هېوادونو څخه جرمني ته ورسېدل چې دا شمېره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۸۹۰ زره وه.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د دغو شمېرو په خپرولو سره زیاتوي چې لا اوس هم د هغو کسانو شمېر چې جرمني کې یې د پناه تقاضا کړې ده، ۷۵۰ زره دی، خو دا شمېره بیا تر ۲۰۱۵ میلادي کال کمه ده.

په ۲۰۱۶ کال کې جرمني ته د ورغلو پناه غوښتونکو د شمېر کموالی ښیي چې په هغه هېواد کې د دوی لپاره قوانین لا سخت شوي او د نورو هېوادونو د پولو بندېدل د دې سبب شوي چې کډوال ونه‌توانېږي په اسانۍ سره اروپا ته سفر وکړي او بیا جرمني ته ولاړ شي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په جرمني کې د پناه غوښتونکو لوی شمېر د سوریې وګړي دي چې ۳۶ فیصده جوړوي، ورپسې افغان کډوال ۱۷ فیصده او د عراق وګړي، ۱۳ فیصده جوړوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا خبر څو ورځې وروسته له هغه خپور شوی چې د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د کډوالو چارو له مسؤلینو وغوښتل چې خپلو هېوادونو ته د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو لړۍ چټکه کړي.

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل

مېرکل د جنورۍ پر نهمه نېټه ویلي و:

"تجربه ښیي چې چارواکي کولای شي په ډېره چټکۍ پرېکړه وکړي چې دغه پنا غوښتونکي جرمني کې پاتې کېدای شي او که خپل هېوادونه‌یې د اوسېدو لپاره ورته کافي خوندي دي."

مېرمن مېرکل د ټولنې خدمتکارانو په یوه کنفرانس کې د وینا پر مهال ژمنه کړې وه چې دا به ډاډمنوي چې رد شوي پناه غوښتونکي بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

مېرکل ویلي داسې هڅې یوازې هغه مهال بریالۍ کېدای شي چې د هغو هېوادونو سره خبرې وشي چې دا کډوال بېرته ورتلونکي دي.

د رد شویو کډوالو د بېرته ایستلو لړۍ وروسته له هغه لاعاجله شوه چې د ډسمبر پر ۱۹مه نېټه په برلین کې په یوه ګڼه ګوڼه مارکېټ کې خونړۍ ترورېستي حمله وشوه او ۱۲ تنه په‌کې ووژل شول.

چارواکي وایي، برید کوونکی یو تونسي وګړی و چې د پناه غوښتنې تقاضا یې رد شوې وه.

په تېرو دوو کلونو کې د زیات شمېر پناه غوښتونکو ورتګ د جرمني د صدراعظمې محبوبیت راکم کړ او د هغې د ګوند په وړاندې یې انتقادونه راوپارول.

ویل کېږي د کډوالو د ادغام مسئله په جرمني کې د سپټمبر میاشتې د انتخاباتو لپاره یو لوی کمپاین دی، ځکه مېرکل د څلورمې دورې لپاره په دغو انتخاباتو کې سیالیو ته چمتووالی نیسي.