ولسمشرۍ ماڼۍ د کندهار پېښې د څېړلو امر کړی

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کندهار د تروریستي پېښې د څېړلو امر کړی.

ارګ ماڼۍ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ دښمنان د دغه تروریستي اعمالو په ترسره کولو سره د هېواد د ودانولو او پرمختګ لپاره زموږ د خلکو باور او پیاوړې ارادې نشي کمزورې کولی.

جمهور رئیس غني ویلي چې دا اعمال په هېڅ وجه د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې او همکارۍ نشي زیانمنولی.

د کندهار ولایت په یوه مېلمستون کې د تېرې ورځې حملې له امله یوولس کسان وژل شوي او دولس ټپیان دي.

د کندهار والي همایون عزیزي او په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي د دغه ولایت د تېرې ورځې د چاودنې په ټپیانو کې شامل دي.