د کندهار چاودنه کې مرستیال والي، د اماراتو ۵ ډیپلوماتان او ۵ نور وژل شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار چارواکي وايي، د دغه ولایت په مېلمستون کې د تېرې شپې د چاودنې تحقیقات کېږي. په دغې چاودنه کې د کندهار د مرستیال والي عبدالعلي شمسي، یو افغان ډیپلومات یما قریشي او پنځو بهرنیو ډیپلوماتانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي، د کندهار د والي او په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي. محمدصادق رښتینی له کندهاره راپور لري .