FBI:د ټرمپ په اړه د روسیې د معلوماتو په اړه څېړنه کوي

د امریکا رسنیو پرون راپور ورکړ چې د امریکا فدرالي تحقيقاتي اداره يا «ايف. بي. ای» د هغو ادعاوو د کره والي په اړه پلټنې کوي چې وايي، روسان د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصي او مالي معلومات لري.

دا ادعاوې په امریکا کې د ۲۰۱۶میلادي کال په انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې په اړه د دوه اويا مخيزه راپور برخه دي.

سي اين اين تلویزیون ويلي، دا ادعاوې د راپور په هغه ضميمه کې وې چې ډېر محرم ګڼل کېده او دا معلومات يوازي له ولسمشر بارک اوباما، منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د کانګريس له اتو نورو مشرانو سره تېره اوونۍ د معلوماتي غونډې پر مهال شریک شول.

نیويارک ټايمز، رويټرز، اسوشيېټډ پريس او نورو خبري اژانسونو د امریکايي چارواکو له خولې چې نه يې غوښتل نومونه يې څرګند شي، د ورته معلوماتو راپورونه ورکړي دي.

ټرمپ په یوه ټويټ کې دا راپورونه ناسم خبرونه وبلل.

ټاکل شوې ده ټرمپ نن په نیويارک کې يوه خبري کنفرانس ته خبرې وکړي او د ولسمشر په توګه له لوړې وروسته له خپل کاروبار سره د جلاوالي په اړه خپل پلان څرګند کړي.