اماراتو کندهار کې د خپلو ۵ ډیپلوماټانو وژل تائید کړه

د متحده عرب اماراتو حکومت ويلي، تېره شپه په کندهار کې په بمي حمله کې د دې هېواد پنځه ډپلوماټان وژل شوي دي.

د متحده عرب اماراتو حکومت دا خبرې نن کړي او ويلي يې دي چې دغو پنځو ډیپلوماټانو يې په افغانستان کې د بشري مرستو لکه زده کړو او پرمختيايي کارونو په برخه کې کار کاوه.

افغانستان ته د متحده عرب اماراتو سفير او د کندهار والي دواړه په دغو چاودنو کې ټپيان شوي دي.

د متحده عرب اماراتو د دولت رئیس شېخ خليفه بن زايد النهيان په دغه هېواد کې درې ورځې ماتم اعلان کړ او د بيرغونو د نيمه ځوړندولو امر يې وکړ.