مسلمیار: کندهار پېښه کې "صفري" او "جوزجاني" هم وژل شوي

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وایي، د کندهار د تېر ماښام د حملې په وژل شوو کې د دغې جرګې یو غړی سراج الدین صفري او د ولسي جرګې غړی باز محمد جوزجاني هم شامل دي.

فضل هادي مسلمیار نن له رسنیو سره په خبرو کې د ملي شورا دغه غړي د یوه پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته تللي وو.

نوموړي همدارنګه د کابل او کندهار پرونۍ حملې سختې وغندلې.

په همدې حال کې د کندهار چارواکي وايي، د دغه ولایت په مېلمستون کې د تېر ماښام د چاودنې په اړه تحقیقات روان دي.

د دغه ولایت د مطبوعاتي دفتر مسؤل صمیم خپلواک نن ازادي رادیو ته وویل چې له کابله د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی کندهار ته رسیدلی او په دې اړه به څېړنې وکړي.

په دې پېښه کې د کندهار د مرستیال والي عبدالعلي شمسي یوه افغان ډیپلوماټ یما قریشي او د عربي متحده اماراتو د پنځو ډیپلوماټانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د کندهار والي همایون عزیزي او په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفیر هم په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.