کابل کې د امریکا سفارت د کابل ـ کندهار پېښې وغندلې

په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت په کابل او کندهار کې د تېرې ورځې مرګونې حملې وغندلې.

د دغه سفارت لخوا نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه حملې د ډیمکراتیکو ادارو د جوړولو لپاره د افغانستان پر هڅو یوه حمله ده.

د کابل په پرونیو حملو کې لږترلږه ۳۸ تنه ملکي خلک او پوځي مامورین وژل شوي او ۷۲ تنه ټپیان شوي دي.

په دغه خبرپاڼه کې په کندهار کې د تېرې شپې حمله هم په شدت غندل شوې ده.

د کندهار ولایت په یوه مېلمستون کې د تېرې شپې حملې له امله یوولس کسان وژل شوي او دولس ټپیان دي.

د کابل د خونړۍ حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی خو د کندهار د پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.