د کندهار والي او افغانستان کې د اماراتو سفیر چاودنه کې زخمیان شول

د کندهار والي همایون عزیزي او په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي پرون سې شنبه په چاودنه کې زخمیان شول.

د کندهار د والي ویاند محمدصمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د ولایت په مېلمستون کې شوې او چاودیدونکي مواد غالباً په چوکیو کې ځای پرځای شوي وو.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق تېره شپه د دې پېښې د قربانیانو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"۱۱ تنه شهیدان دي او ۱۲ تنه زخمیان دي چې د کندهار والي صاحب او د اماراتو سفیر هم په‎کې دي. د زخمیانوحالت ښه دی. څو کسه نور مامورنې د سفارت د اماراتو او د کندهار اوسیدونکي شهيدان شوي دي."

د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو سفیر او د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزيره د کندهار ښار په عینو مېنه کې د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د یوه ښوونځي د پرانیستلو مراسمو ته ورغلي وو چې د متحده عربي اماراتو په مرسته جوړ شوی دی.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په چاودنه کې د خپل سفیر د زخمي کېدو خبر تائید کړی او ویلي يې دي چې یو شمېر نور اماراتي ډیپلوماټان هم په زخمیانو کې دي خود چا د وژل کېدو خبر یې نه‎دی تائید کړی.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیوچارو وزارت د کندهار د والي په مېلمستون کې پرونۍ چاودنه غندلې او ویلي یې دي چې په اړه یې څېړنې کوي.