ښځو چارو وزارت: د نجونو او ښځو د وژنې ۲۳ قضیې ثبت شوي

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي چې په تېره یوه نیمه میاشت کې د نجونو او ښځو د وژنې ۲۳ قضیې ورسره ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د مطبوعاتو مسؤلې ذکیې کاویان نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه قضیې په بېلابېلو ولایتونو کې ثبت شوې دي:

"موږ په تېره یوه نیمه میاشت کې په ځینو ولایتونو کې د ۲۳ وړو نجونو او ښځو د قتل شاهدان و، دغه قتلونو کې له دوه کلنو نیولې تر۵۰ کلنو پورې ښځې شاملې دي."

اغلې کاویان زیاتوي چې زیاتره دغه وژنې د خسرد کورنیو او میړونو له لوري شوي چې تر ټولو وروستی یې تېره ورځ د کابل ښار د بت خاک په سیمه کې وه چې یو کس له خپلې ۵۰ کلنې ښځې سر پرې کړی.