الکوزی: د جاپان پانګونه به د ټرانزیټي دهلېز د جوړولو لامل شي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې په چابهار بندر کې د جاپان پانګونه به په دغه بندر کې د یوه ترانزیټي کورېدور یا دهلیز د جوړولو لامل شي.

د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل چې په چابهار بندر کې پانګونه نه‌یوازې د افغانستان بلکې د هند، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو په ګټه هم ده.

ښاغلی الکوزی وایي چې د چابهار بندر له کورېدور څخه به ډېر ژر سوداګریز مالونه اقینې او تور غُنډۍ بندرو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د جاپان له استازو سره ولیدل او په چابهار بندر کې یې د پانګونې په اړه له دوی سره خبرې وکړې.