حکیمي: ولسي جرګه دې له ژمنیو رخصتیو وړاندې بودجه تصویب کړي

د افغانستان د مالیې وزیر د ولسي جرګې له لوري د ۱۳۹۶ مالي کال د بودجې پر ژر تصویب ټینګار کوي.

اکلیلي حکیمي نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل دا مهال د بودجې نوې طرحه د ولسي جرګې په اړوند کمېسیون کې ده او وزارت تمه لري چې د خلکو استازي د ژمنیو رخصتیو له پيل وړاندې بودجه تصویب کړي.

ښاغلی حکیمي زیاتوي:

"ملي بودجه اوس‌مهال په ملي شورا کې ده هیله‌مند یو چې ان‌شاءالله وکیلان به له ژمنیو رخصتیو څخه وړاندې یاده بودجه عمومي غونډې ته وړاندې او تصویب به شي."

وروسته له هغې چې ولسي جرګې د ۱۳۹۶ مالي کال بودجه د نامتوازن‌والي له امله رد کړه د مالیې وزارت له لوري د بودجې تازه طرحه یادې جرګې ته استول شوې ده.