قلم لار ټولنې کندهار کې د تړلو ښوونځیو د پرانیستلو کمپاین پیل کړ

د یوې مدني ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا په کندهار کې د تړل شویو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو کمپاین پیل کړی دی.

ویسا او د هغه ملګري پر کلیو ګرځي او له سیمه‌ییزو خلکو سره غږېږي څو دوی د ښوونځیو ساتلو او ښوونځیو ته د خپلو بچیانو استولو ته وهڅوي.

په داسې حال کې چې په کندهار کې د کلونو راهیسې ۱۴۸ ښوونځي تړلي دي د دغه ولایت یو مدني فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا د خپلو ملګرو سره پر کلیوالي سیمو ګرځي او خلک د ښوونځیو ساتلو او ښوونځیو ته د خپلو بچیانو استولو ته هڅوي.

دغه ځوانان سره د دې چې له خلکو سره مخامخ خبرې کوي پر موټر سایکلونو کلي په کلي ګرځي او د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لیکل شوي شعارونه لېږدوي.

د قلم لار ټولنې مشر ښاغلي مطیع‌الله ویسا وايي، دغه کمپاین‌يې لومړی د سپین‎بولدک ولسوالۍ څخه راپیل کړی او هدف‌يې دا دی چې په روان ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په ناامنه او سرحدي سیمو کې تړل شوي ښوونځي پرانیستل شي.

نوموړی وايي:

"د دې کمپاین هدف دا دی چې بند ښوونځي دې خلاص شي ولس دې د تعلیم ملاتړ وکړي په نجونو دې تعلیم وکړي دولت دې د معارف برخه کې د ولس غوښتنه ومني."

ویسا وايي غواړي نجونې زده‎کړه وکړي کتاب او قلم ورورسېږي او په دې برخه کې باید د سیمې مشران با نفوذه کسان او ځوانان مرسته او ګډون وکړي.

مطیع‌الله ویسا د ارغستان ولسوالۍ د بابړۍ کلي پر ماشومانو په لومړي ځل د ښوونځي کتابونه ووېشل.

له دې ماشومانو څخه یوازې یو په دې وتوانېد چې د لومړي ټولګي د کتاب څو حروف ووايي.

په عین وخت کې سیمه‌ییز خلک د دغه کمپاین هرکلی کوي.

د یادولو وړ ده چې مطیع‌الله ویسا د کلونو راهیسې په رضا کار ډول په جنوبي ولایتونو کې د بې‎سوادۍ پر ضد مبارزه کوي.

نوموړي په ټول افغانستان کې شاوخوا ۵۰ زره کتابونه راټول کړي او په بېلابېلو ولایتونو کې يې کتابتونونه جوړ کړي.

راپور: محمدصادق رښتینی