هلمند او نیمروز کې د ۳ پاکستانیانو په شمول ۹ وسله‌وال وژل شوي

په هلمند کې د ۲۰۱۵ میوند قول اردو ویاند ډګروال محمد رسول ځاځی وايي چې د دې ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې چې تېره شپه ترسره شوي ۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

همداراز په نیمروز ولایت کې د یاد قول اردو د سرتېرو په عملیاتو کې ۴ وسله‌وال وژل شوي چې د قول اردو د ویاند په خبره ۳ په‌کې پاکستاني جنګیالي دي.

محمد رسول ځاځي ازادي راډیو ته وویل، د وژل شویو پاکستاني جنګیالیو جسدونه د جګړې پر میدان پاتې شوي، عملیات تېره شپه د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

ځاځي وویل، په دې دواړو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

وسله‌والو طالبانو د حکومت ادعا رد کړې ده او د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې يې د یوه ماین په چاودنه کې د افغان سرتېرو ۳ تنه وژلي او ۵ نور ټپیان دي.

ځاځي د طالبانو د ویاند دغه خبره رد کړې ده.