کریمي: د کندز ښار ځينې سیمې له طالبانو پاکې شوي

د کندز سیمه‌ییز چارواکي وايي په پیل شویو پوځي عملیاتو کې د کندز ښار ځینې سیمې له وسله‌والو طالبانو پاکې شوې دي.

د پامیر د شلمې فرقې قوماندان عبدالمالک کریمي نن ازادي راډیو ته ویل چې د کندز ښار اړوند د حضرت سلطان، بُز کندهاري‎ الچین او چپرمه سیمې یې له وسله‌والو طالبانو پاکې کړې دي.

ښاغلی کریمي زیاتوي د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۰مه په پیل شویو پوځي عملیاتو کې تر اوسه ۳۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او شااوخوا ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ويلي.