افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې محمد موسی شفیق د افغانستان یو اتل و او ځوان نسل ته د پرمختګ یوه ښه نمونه ده.
ښاغلي غني دا څرګندونې نن په کابل کې د افغانستان د پخواني صدراعظم موسی شفیق د کړنو، شخصیت او د زوکړې د۹۰مې کلیزې په نړیوال علمي سیمینار کې وکړې.
ښاغلي غني زیاته کړه چې د شهید شفیق د صدراعظمۍ په دوران کې جوړ شوي ځیني قوانین به تر اصلاح او تعدیل وروسته په افغانستان کې د اجرا وړ وي.
موسی شفیق د افغانستان د کمونست پلوه رژیم په دوران کې لومړی زنداني او وروسته په مرموز ډول ووژل شو.