۵ نړیوال قدرت لرونکي هېوادونه د ایران شکایت په اړه سره کېني

تمه ده پنځه نړیوال قدرت لرونکي هېوادونه د ایران د شکایت په اړه د بحث په خاطر چې له امریکا متحده ایالاتو څخه‌یې د بندیزونو او د تړون د سرغړونې په برخه کې لري سره کېني.

ایراني چارواکي به خپل انتقادونه د امریکا متحده ایالاتو د استازي په حضور کې د امنیت شورا د څلورو نورو دایمي غړو روسیې، چین، بریټانیا او فرانسې له استازو سره په ویانا کې مطرح کړي.

تمه ده دوی په ایران باندې د پنځه جمع–یو هېوادونو د بندیزونو د لیرې کولو له لومړۍ کلیزې شپږ ورځې مخکې نن سره وګوري.

ایران انتقاد کوي چې متحده ایالاتو له اټمي تړون څخه سرغړونه کوي او لا هم په دغه هېواد کې د سوداګرۍ او ځینو نورو راکړو-ورکړو برخه کې بندیزونه پر ځای دي او له وعدې سره سم‌یې عمل نه‌دی کړی.

واشنګټن په ایران کې د بشري حقونو د نه‌رعایت او همداراز د حزب‎الله ډلې د ملاتړ په خاطر چې یوه ترورېستي ډله شمېرل کېږي لا هم بندیزونه جاري ساتلي دي.

له انتقادونو سره-سره تېره میاشت د امریکا متحده ایالاتو کانګرس ایران باندې بندیزونه له سره تازه کړل او ولسمشر اوباما هم تائید کړل.