د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی چارواکی په ۱۴ کاله بند محکوم شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو لوړ رتبه چارواکی جنرال عبدالواسع رؤفي د مالي فساد په جرم په ۱۴ کاله تنفیذي بند محکوم شو.

د اداري فساد درنو جرمونو ته د رسېدنې د ځانګړې لومړنۍ محکمې رئیس شیراقا منیب نن د یوې علني محاکمې له ترسره کېدو وروسته وویل چې ښاغلي رؤفي ته د دغه بند تر څنګ اتلس زره افغانۍ جریمه هم ټاکل شوې.

ښاغلی رؤفي د یو نیم لک ډالرو بډې اخیستلو په جرم نن په علني ډول محاکمه شو.

ویل کېږي چې ښاغلی رؤفي د کورنیو چارو وزارت د قراردادونو د ارزونې او تدارکاتو کمېسیون مشر و.

خو ښاغلي رؤفي په ځان تورونه رد کړي او هغه‌یې یوه دسیسه بللې ده.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د ولسمشر د حکم پر بنسټ د یاد وزارت درې پخواني مرستیالان په قراردادونو کې د نه‌شفافیت په تړاو ممنوع‌الخروج او تر پلټنو لاندې دي.

پخواني معلومات:

د مالي فساد په تور د کورنیو چارو د وزارت د یو لوړ رتبه پخواني چارواکي جنرال عبدالواسع رؤفي علني محاکمه دا مهال روانه ده.

د ازادي راډيو د خبریال په حواله دغه چارواکی د یو نیم لک ډالرو بډې اخیستلو په تور محاکمه کېږي.

ویل کېږي چې ښاغلی رؤفي د کورنیو چارو وزارت د قراردادونو د ارزیابۍ او تدارکاتو کمېسیون په رأس کې دنده ترسره کوله.

خو ښاغلي رؤفي پر ځان تورونه رد کړي او هغه‌یې یوه دسېسه بللې ده.

ښاغلی رؤفي داسې وخت کې محاکمه کېږي چې د ولسمشر د حکم پر اساس د یاد وزارت درې پخواني مرستیالان په قراردادونو کې د شفافیت په مسئله کې ممنوع‌الخروج او تر پلټنو لاندې دي.