وکیلان: بدخشان سوړ ژمي کې هم د جګړې تود ډګر دی

د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت په ژمي کې هم د وسله‎والو مخالفینو او افغان ځواکونو تر منځ د جګړو شاهد دی.

ولسي جرګه کې د دې ولایت ځيني استازي ادعا کوي چې د مرکزي حکومت د سمې نه‌پاملرنې او د سیمه‌ییزو چارواکو د ناغېړۍ له امله له تېرو دوو کلونو راهیسې د بدخشان دوه ولسوالۍ د وسله‎والو مخالفینو په واک کې دي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت د خلکو استازي نیلوفر ابراهیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د بدخشان سیمه‌ییز ملکي او امنیتي چارواکي د وضعیت په ښه کولو کې پاتې راغلي دي.

نوموړې وايي:

"موږ انتظار درلود چې په دې موده کې به لږ تر لږه هغه ولسوالۍ چې د دښمن په لاس کې دي او هغه ولسوالۍ چې تر خطر لاندې دي تصفیه شي، زموږ د هیلو خلاف نه‌یوازې هغه ولسوالۍ ازادې نه‌شوې بلکې نورې ولسوالۍ هم تر جدي ګواښ لاندې دي، د بدخشان امنیتي چارواکي او مرکزي حکومت په خپلو سیالیو کې بند دي سیمه‌ییز چارواکي هېڅ پاملرنه نه‌لري او ناکامه دي."

له دې سره چې طالبان د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې ځيني فعالیتونه لري د تېرو دوو کلونو راهیسې یې د یمګان او وردوج ولسوالۍ په بشپړ ډول نیولي دي.

د بدخشان امنیتي چارواکو په تېر ژمي کې ویلي وو چې دا ولسوالۍ به د طالبانو له کنټروله خلاصوي خو په ولايتي او ملي شورا کې د دغه ولایت د خلکو یو شمېر استازي وايي چې سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه د یادو ولسوالیو د بیا نیولو لپاره عملیات نه‌دي پیل کړي.

د بدخشان د ولایتي شورا رئیس عبدالله ناجي وايي، که په روان ژمي کې د وردوج او یمګان ولسوالۍ تصفیه نه‌شي راتلونکی جنګي فصل به خورا ګواښونکی وي.

د بدخشان د ولایتي شورا رئیس عبدالله ناجي

ښاغلي ناجي زیاته کړه:

"که وضعیت همداسې پاتې شي او تغییر ونه‎کړي او که د یمګان او ورودج شاته سیمې کران او منجان چې له پاکستان سره وصلېږي بندې نه‎شي، پسرلی او اوړی چې د جنګ موسمونه دي سخت او دوی به حتماً خپلې حملې پراخې کړي."

په ورته وخت کې د بدخشان امنیه قوماندان د ژمنیو عملیاتو د پیلیدو خبره کوي وايي چې امنیتي ځواکونو د یفتل ولسوالۍ ۱۸ کلي چې د شپږو کلونو راهیسې د وسله‎والو مخالفینو په لاس کې و، نیولي دي.

د یاد ولایت امنیه قوماندان غلام سخي غفوري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ژمي له ختم مخکې به د وردوج او یمګان له ولسوالیو هم طالبان وباسي.

ښاغلي غفوري زیاته کړه:

"زموږ ژمني عملیات پیل شوي او ۱۸ کلي چې د شپږو کلونو راهیسې له طالبانو سره و، زموږ ځواکونو نیولي دي اوس د یفتل اخري کلی تصفیه شو د پرسونل د ځای پر ځای کېدو او تحکیماتو وروسته موږ په هماغو ولسوالیو وردوج او یمګان کې پروګرامونه پیلوو چې پیل‌یې له همدې یفتل څخه و."

خو د ولسي جرګې غړي نیلوفر ابراهیمي ادعا کوي چې په بدخشان کې امنیتي او دفاعي ځواکونه د دفاع په حالت کې دي او تر اوسه‌یې تهاجمي حالت نه‌دی خپل کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان تر څنګ د هېواد په شمال ختیځ کې ځيني نور ولایتونه لکه بغلان او کندز هم ناامنه ښودل کېږي.

د کندز د ولایتي شورا یو شمېر استازي وايي چې دلته هم افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او طالبان د ښار په نېږدې سیمو کې فعاله دي.

خو افغان چارواکي وايي چې د «شفق ۲» په نوم عملیات پیل شوي چې په ترڅ کې به‌یې وسله‎وال مخالفین له هر لوري وځپل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ