کندز کې د مخالفینو ۱۰ کسیزه ډله د سولې بهیر سره یوځای شوه

په کندز کې د وسله‌والو مخالفینو یوه ۱۰ کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه.

د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي تېره ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغې ډلې د کندر ښار په بېلابېلو برخو کې د دولت پر ضد فعالیتونه کول.

له بلې‌خوا په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه‌وال پر نورو وسله‌والو مخالفانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهېر سره یوځای شي.

د کندز چارواکي وایي چې د سولې پروسې سره د دغو وسله‌والو مخالفینو په یوځای کېدو سره به د کندز ښار د ختیځې څنډې امنیت هم ښه شي.

ویل کېږي چې کندز کې د سولې شورا د سېمه‌ییز دفتر له پرانیستل کېدو تر اوسه پورې نېږدې ۶۰۰ تنه وسله‌وال طالبان د سولې له بهېر سره یوځای شوي دي.