غني فساد د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو ستر لامل یادوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دفاعي او امنیتي ادارو کې فساد د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو ستر لامل یادوي.

ښاغلي غني چې نن په کابل کې د ملي اردو د معلولینو او شهیدانو د درناوي په مناسبت یوې ناستې ته وینا کوله په دې اړه وویل:

"فساد د دې سبب کېږي چې د افغان ځواکونو تلفات زیات شي او هغه فساد چې د دغو ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو سبب کېږي زما او د اردو د سرتېرو د منلو وړ نه‌دی."

نوموړي وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د دفاعي قواو برخه کې بنسټيز بدلونونه راغلي خو په وینا یې چې په دې برخه کې نورو کارونو ته هم اړتیا ده.

افغان ولسمشر همدارنګه وویل چې له فساده د مخنیوي لپاره په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په دفاع وزارت کې د ۷۰۰ کسانو دندې تغییر او تبدیل شوي دي.