ننګرهار کې له غاصبانو د غصب شویو ځمکو د خلاصون کمپاين پيل شو

د ننګرهار چارواکي وايي، له غاصبانو يې د ټولو غصب شويو ځمکو او غير قانوني ښارګوټو د خلاصولو کمپاين پيل کړ.

د دغه کمپاين په لړ کې پرون يکشنبه د قاسم‌اباد ښارګوټي هغه ودانۍ نړول شوې چې په غيرقانوني ډول جوړې شوې وې.

د ننګرهار چارواکي وايي، والي له غاصبانو د غصب شويو ځمکو او غيرقانوني ښارګوټو د خلاصولو د بهير څارنه کوي.