مسلمیار: بې‌ځایه شویو کورنیو سره لازمه مرسته نه‌ده شوې

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، هېواد ته د راستانه شویو کډوالو او کورنیو بې‌ځایه شویو سره په هغه شکل چې لازمه وه مرسته نه‌ده شوې.

فضل‌الهادي مسلمیار چې نن‌یې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې پر حکومت او ملي پانګوالو غږ وکړ چې په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

د مشرانو جرګې رئیس په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ وړاندې ویلي و چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له څلورو لکو ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي او په ورته وخت کې دې ادارې د کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر د زیاتوالي په اړه هم اندېښه ښودلې وه.