مشرانو جرګه: د ځنګلونو د قطعه کولو مخه باید ونیول شي

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، په هر قیمت چې وي باید د کونړ له ځنګلونو ساتنه وشي.

فضل‌الهادي مسلیمار نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وویل چې د سنا مجلس یو پلاوی باید کونړ ته لاړ شي او هلته دې د راپورته شوې لانجې هر اړخیزه څېړنه وکړي.

د ښاغلي مسلیمار په خبره د ملي شتمنیو ساتل د هر افغان ملي وجیبه ده او په دې برخه کې هېڅ ډول ناغېړي د منلو نه‌ده.

په ورته وخت کې په مشرانو جرګه کې د کونړ ځیني سناتواران بیا وايي چې په کونړ کې د ځنګلونو غیر قانوني وهل له ډېرې مودې دوام لري، خو مرکزي حکومت تر اوسه اقدام نه‌دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې نن د کونړ په مرکز اسعد اباد کې یو شمېر خلکو په دغه ولایت کې د ځنګلونو د غیر قانوني وهلو په غبرګون مظاهره هم کړې ده.

که څه هم لاریون کوونکي ادعا کوي چې د کونړ سیمه‌ییز چارواکي په دغه ولایت کې د ځنګلونو په قطعه کولو کې لاس لري، خو وړاندې د کونړ امنیه قوماندان ویلي وو چې هېڅ چاته به اجازه ورنه‌کړي څو ځنګلونه قطعه او قاچاق کړي.