تر دې وروسته د پاکستان غني شوي اوړه افغانستان ته واردږي

د افغانستان د متشبیثینو عالي بورډ وایي چې په پاکستان کې د افغان او پاکستاني سوداګرو په کنفرانس کې پردې موضوع توافق وشو چې له دې وروسته به د پاکستان څخه غني شوي اوړه او غوړي افغانستان ته واردږي.

د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل چې افغان سوداګر به دوې میاشتې وروسته هېواد ته د غني شویو غوړیو او اوړو صادرات پیل کړي.

ښاغلی حاجي اغا وایي چې د دې کار د څارنې په هدف د دواړو هېوادونو د استازو یوه ګډه کمېټه هم جوړه شوې ده.

د متشبیثینو عالي بورډ د معلوماتو له مخې دواړه هېوادونه به په سرحدي سیمو کې د غني شویو خوراکي موادو د تصدیق لپاره لابراتوارونه هم جوړ کړي.