امریکايي چارواکي: د انټرنټي حملو امر پوتین کړی و

د امریکا استخباراتي ادارو وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا په انتخاباتو کې د انټرنټي حملو یا هک کولو امر ورکړی، ترڅو له ډونالډ ټرمپ سره مرسته وکړي او د امریکا پر انتخاباتو اغېز وشیندي.

د امریکا د ملي استخباراتو د مشر ادارې پرون یو راپور خپور کړ چې پکې ویل شوې دي چې د دې هک کولو هدف دا و چې له ټرمپ سره د هېلري کلېنټن په وړاندې کمک وشي.

په دغه پنځه ویشت مخه راپور کې ویل شوي دي چې د ارزونې له مخې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دوه زره شپاړسم کال کې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د اغیز شیندلو په نیت د مداخلې امر ورکړی و او د روسیې هدف دا و چې د خلکو باور د امریکا پر دیموکراتیک بهیر کمزوری کړی او د هېلري کېلنټن اعتبار ضعیف شي.

تر اوسه کرملین په دې اړه عکس العمل نه دی څرګند کړی.