ټرمپ: د انټرنټي حملو مخنیوي لپاره به جدي پرېکړي وکړو

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د نومبر د میاشتې په انتخاباتو کې د روسیې د انټرنټي مداخلې په اړه وویل چې جدي پرېکړې به وکړي ترڅو په راتلونکې کې د هکر کولو مخه ونیول شي.

وروسته تر دې چې پرون د امریکا د استخباراتو چاراکو ټرمپ ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې روسیې د امریکا په انتخاباتو کې انټرنیټي مداخله کړې ده، ټرمپ وویل چې ده له خپلو ملاتړیو وغوښتل چې د ده د ولسمشرۍ په لومړیو نوي ورځو کې داسې پلان جوړ کړي چې په جدي ډول د هکرانو مخه ورسره ونیول شي.

تمه ده چې ټرمپ د جنوري په شلمه د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي.

ټرمپ وویل، پر امنیتي کړنلارو او تخنیکونو پکار ده چې علني بحث ونه شي ځکه چې له دې څخه هغه کسان ګټه اخلي چې هغوی امریکا ته زیان اړوي.

د امریکا منتخب ولسمشر زیاته کړه چې د حکومت نورې موسسې، ټولنې او اقتصادي مرکزونه هم باید هڅې زیاتې کړي چې له انټرنټي مداخلو ځانونه خوندي کړي.

وروسته بیا سپینې ماڼۍ د استخباراتو راپور خپور کړ چې پکې ویل شوي دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په شخصي ډول امر کړی و چې د امریکا په انتخاباتو کې هکران د ټرمپ په ګټه مداخله وکړي.