ځواک: د سنګین او ګرمسېر امنیتي وضعیت کنټرول شوی

د هلمند ولايت چارواکي وايي، افغان امنيتي ځواکونو په سنګين او ګرمسېر ولسواليو کې امنيتي وضعيت کنټرول کړى دى.

په دغو دوو ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ د تازه جګړو راپور ورکول شوى دى.

د هلمند ولايت چارواکي وايي، په تېرو درېيو ورځو کې په دواړو ولسواليو کې ١۵ وسله وال وژل شوي دي.

د والي وياند عمر ځواک تېره شپه ازادي راډيو ته وويل افغان ځواکونه هڅه کوي د وسله والو د نورو بريدونو مخه ونيسي:

"په هغو ځايونو کې وضعيت تر ډېره کنټرول شوى دى، افغان امنيتي ځواکونه هڅه کوي د نورو بريدونو مخه ونيسي."

د هلمند په ناامنو ولسواليو کې له دې جملې سنګين کې پر دولت ضد وسله والو هوايي بريدونه هم روان دي.