کري د افغانستان د ملي یووالي حکومت وستایه

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو په افغانستان کې په ملکي او پوځي برخو خپلې هڅې د دغه هېواد د ثبات او امنیت لپاره ډېرې مهمې بللې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون په واشنګټن کې په خپل وروستي کنفرانس کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت هم وستایه.

هغه وویل چې که څه هم دغه حکومت په مخ کې ډېرې ستونزې لري خو بیا هم په دغه هېواد کې د راتلونکو پرمختګونو هېلې ژوندۍ ساتي.

اخوا د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټرکوک پرون په یوه جلا خبري کنفرانس کې د افغانستان له اوسنيو حالاتو رضایت څرګند کړ.

ښاغلي کوک وویل چې امریکايي ځواکونه له خپلو نړیوالو متحدینو سره له افغان حکومت او افغان پوځیانو ملاتړ ته دوام ورکوي څو افغان پوځیان د خپل هېواد د دفاع جوګه وګرځي.