ټرمپ "ډن کوټس" د ملي امنیت د ادارې رئیس په توګه ټاکي

ډن کوټس

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي پخواني جمهوري غوښتونکی سناتور ډن کوټس، د ملي امنیت د ادارې د رئیس په توګه وټاکي.

۷۳ کلن کوټس له اینډیانا ایالته دی او په دې وروستیو کې یې د امریکا د سنا په مجلس کې خپله شپږ کلنه دوره بشپړه کړې.

نوموړې د جورج ډبیلو بوش د ولسمشرۍ په دوره کې په جرمني کې د امریکا د سفیر په توګه هم کار کړی دی.

د نیویارک ټایمز، یوایس اې ټوډې او د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس په شمول څو رسنیو راپور ورکړی چې د ټرمپ په انتقالي ټیم کې ځینو سرچینو د ملي امنیت د رئیس په توګه د کوټس نومول تائید کړي دي.

دا سرچینې مشخصې شوې نه دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې تمه ده چې دا موضوع نن اعلان شي.