دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲وسله‎وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت د ۳۲ وسله‎والو د وژل کیدو خبر ورکړی.

چارواکو ویلي دا کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې ۳۹ نور وسله‎وال ټپیان شوي هم دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا پوځي عملیات په ننګرهار، کاپیسا، لوګر، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، ارزګان، زابل، هرات، نیمروز، فاریاب، سرپل، کندز، تخار، بدخشان، بلخ او هملند کې ترسره شوي دي.

د حکومت وسله‎والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه‎ده کړې.