اشرف غني د قضایه قوې په کارونو کې د نه لاسوهنې ډاډ ورکړ

افغان ولسمشر د هېواد د قضایه قوې په کارونو کې د نه لاسوهنې ډاډ ورکړ.

محمد اشرف غني نن په کابل کې د اساسي قانون د ۱۳ کلیزې په لمانځ غونډه کې ټینګار وکړ چې د ټولو قواوو خپلواکي ته احترام لري:

"په قضایه او مقننه قوو کې نه لاسوهنه او د هغوی استقلال ته احترام د اساسي قانون غوښتنه ده."

ښاغلي غني زیاته کړه ویاړي چې د افغانستان ملي شورا، لویه څارنوالي او ستره محکمه په استقلالیت سره خپل کارونه ترسره کوي.

ښاغلي غني له خلکو وغوښتل چې له اساسي قانون سره سم عمل وکړي او هغه په ټوله معنی په ځان پلی کړي.