ستره محکمه: اساسي قانون به په ټولو باندې یو شان پلی کېږي

د افغانستان ستره محکمه ډاډ ورکوي چې اساسي قانون به په ټولو باندې یو شان پلی کېږي.

سید یوسف حلیم نن په کابل کې د اساسي قانون د تصویب په اړه په جوړه شوې ناسته کې وویل، ټول مجرمین به په بې پرې ډول مجازات او عدالت به پلی شي.

ښاغلی یوسف زیاتوي چې په عدليي او قضايي بنسټونو کې صلاحیتونه پيل شوي او دوام به پیدا کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئیس وایي، اوس هم په هېواد کې له مجازاتو د معافیت فرهنګ دوام لري.