قاضي ګل الرحمان: د اساسي قانون تطبیق او رعایت کمزوری شوی

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې د خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس وايي چې په هېواد کې د اساسي قانون تطبیق او رعایت خورا کمزوری شوی دی.

قاضي ګل الرحمان د افغانستان د اساسي قانون د تصویب د دیارلسمې کلیزې په مناسبت ازادي راډيو ته وویل، د اوسني حکومت جوړښت او د دولت د درې ګونو قواوو تر منځ اړیکو ته په کتو داسې فکر کېږي چې د اساسي قانون رعایت صفر شوی دی.

ګل الرحمان قاضي په دې باور دی چې اساسي قانون هغسې چې د ولس تمه وه په تېرو دیارلسو کلونو کې نه دی عملي شوی او د تطبیق فیصدي يې ورځ تربلې لا کمه شوې ده.

قاضي: تطبیق یې صفري حالت پیدا کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"که له انتخاباتو یې پیل کړو چې دا ډېره اساسي خبره ده هغسې چې باید تمثیل شوې وای هسې د ولس اراده تمثیل نه شوه، له هغې راهیسې چې هره ورځ تېرېږي د اساسي قانون تطبیق او رعایت کمزوری کېږي او اکثره داسې فکر کېږي چې تطبیق یې صفري حالت پیدا کړی دی."

د افغانستان اساسي قانون د سیمې تر ټولو ځوان، بډایه، پرمختللی او پرمحتوا قانون بلل کېږي خو کارپوهان وايي چې د تطبیق په برخه کې خورا کمزوري حالت لری.

د افغانستان اساسي قانون په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د جدي د میاشتې په ۱۴ نېټه په کابل کې د لویې جرګې له خوا تصویب او بیا د وخت د انتقالي اسلامي دولت د رېیس حامد کرزي لخوا توشیح او نافذ شو.

دا قانون په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲مادو کې ترتیب شوی دی.

له هغې مودې راهیسې هر کال دا ورځ د اساسي قانون د کلیزې په پلمه لمانځل کېږي او حکومتي چارواکي د اساسي قانون پر اهمیت او تطبیق خبری کوي.

خو د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح وايي چې اساسي قانون تر ټولو زیات د چارواکو له خوا نقض شوی او د عملي کېدو په برخه کې سیاسي اراده کمزورې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د اساسي قانون ډېرې مادې نقض شوي دي او عوامل یې دا دي چې له سره تر پایه سیاسي اراده نشته، حکومت د دوه قدرتونو تر منځ وویشل شو او قانون ماتونه په فرهنګ بدله شوې چې ان تر ډېره په قصدي توګه ترې سرغړونه کېږي، له قانونه ناپوهي هم یو دلیل دی چې حتی ځينې چارواکي پرې سم نه پوهېږي."

له دې سره د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون رئیس محمد قاسم هاشمزی وايي چې که د قانون خلاف کړنې کېږي او یا د دوه بنسټونو تر منځ اختلاف پیدا کېږي دوی د خپل څار په پراخولو اقدام کوي.

خو د دغه کمېسیون پخوانی مشر وايي چې که د دولت د درې ګونو قواوو تر منځ تفکیک او همغږي رامنځته نه شي، اوسنی تقابل به تر ټولو زیات د اساسي قانون تطبیق ته لار سخته کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ