د دارالانشاء رئیس او بودجې نشتوالي د انتخاباتو کمېسیون چارې پڅې کړي

شاوخوا یوه میاشت وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره نوي کمېشنران معرفي کړل خو اوس داسې انتقادونه کېږي چې د انتخاباتو د کمېسیون چارې پڅې روانې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي، پر انتخاباتو د څار بنسټونه او خلک باید شته ستونزو او امکاناتو ته په کتو د دوی د کړنو په اړه قضاوت وکړي.

ښاغلي صیاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په تېرې یوې میاشت کې دوی مهم کارونه کړي خو د دارالانشاء رئیس له ټاکلو او د بودجې له منظورۍ وروسته به د دې کمېسیون فعالیتونه نور هم چټک شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه:

"دوی باید منصفانه قضاوت وکړي که هغه پر انتخاباتو د څار بنسټونه دي او یا هم هر څوک وي. زه کولای شم ټولو ته دا ډاډ ورکړم چې موږ د تېرې یوې میاشتې په درشل کې ډېرې چارې ترسره کړي دي تاسو ته معلومه ده چې کمېسیون په لومړیو کې فلج وو."

ښاغلی بدیع که څه هم دقیقه نېټه نه‌ښيي خو وايي، د بودجې له ورکړې او د کمېسیون د دارالانشاء له بشپړ فعالېدو وروسته به ډېر ژر د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره یوه مناسبه نېټه اعلان کړي.

که څه هم د اساسي قانون له مخې باید د ولسي جرګې انتخابات تېر پسرلي کې ترسره شوي وی، خو په انتخاباتي بنسټونو کې د اصلاحاتو ځنډ، د بودجې کمښت او ناامني هغه لاملونه وبلل شول چې انتخابات‌یې وځنډول.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند ویلي و چې ښايي تر دوو میاشتو پورې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره دقیقه نېټه اعلان شي.

له دې ټولو سره-سره د افغانستان انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو شبکه "اکسین" بیا وايي، په هغه ډول چې لازمه وه د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره وړ او مسلکي کسان غوره نه‌شول.

د دغې شبکې مشر جانداد سپین‎غر ازادي راډیو ته وویل، دا مهال د انتخاباتو په کمېسیون کې د تجربې د کمښت جدي تشه لیدل کېږي او ښه به وي چې دغه تشه د کمېسیون د دارالانشاء په بشپړېدو سره ډکه شي.

د افغانستان انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو شبکې مشر جانداد سپین‎غر

ښاغلي سپین‎غر زیاته کړه:

"موږ اندېښمن یو خو د حل‎لاره دا ده چې که د کمېسیون په دارالانشاء کې مسلکي، با ظرفیته کسان وټاکل شي دا به تر یوه بریده دغه ستونزه حل کړي او که داسې ونه‎شي ستونزې به نورې هم زیاتې شي."

د ښاغلي سپین‎غر په خبره که څه هم دوی له وړاندې په انتخاباتي کمېسیونونو کې د وړ او مسلکي کسانو پر ګُمارنې ټینګار کاوه خو بیا هم دا کمېسیونونه چې په خبره‌یې دروند مسؤلیت ورپه غاړه دی د سیاسي لوبې ښکار شول.

خو افغان حکومتي چارواکو تر دې وړاندې ویلي چې د انتخاباتي کمېسیونونو غړي د شفافې پروسې له مخې ټاکل شوي او د دوی په ټاکنه کې اړیکې او سیاسي مسایل نه بلکې پوهه په پام کې نیول شوې ده.

راپور: محمد حدیث پردېس