فضلي: پکتیکا کې باید د پولیو واکسین تطبیق شي

په پکتیکا کې باید د پولیو واکسین تطبیق شي، دا خبره د پکتیکا د والي مرستیال عطاالله فضلي پرون په یوې غونډه کې وکړه او ويې‌ویل چې ټولې ادارې باید په دې برخه کې پوره همغږي ولري او خپلې دندې ترسره کړي.

د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي پرون په همدې ارتباط په جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د استازو په شمول ځینو چارواکو برخه اخیستې وه او د پولیو د واکسین د تطبیق د اهمیت په اړه سپارښتنې وکړې.