قیومي: ازبکستان ګڼو برخو کې افغانستان سره مرستو ته لېواله دی

افغان چارواکي وايي، ازبکستان لېواله دی چې له افغانستان سره د سړکونو، اوسپنې پټلۍ، د برېښنا د بندونو او باغدارۍ په برخه کې مرسته وکړي.

دغه څرګندونې د افغان ولسمشر سلاکار همایون قیومي نن له ازبکستان څخه د افغان پلاوي تر راستنېدو وروسته کابل کې خبریالانو ته وکړې.

یاد افغان پلاوي چې د افغان حکومت د کابینې یو شمېر وزیران هم په کې شامل و د جدې میاشتې په ۶ مه نېته د افغانستان ــ ازبکستان د حکومتونو ترمنځ د ګډ تجارتي، ترانیزیټي او اقتصادي کمېسیون کې چې په تاشکند کې جوړ شوی وګډون کړی و.

ازبکستان د افغانستان د شمال ګاونډی هېواد دی چې افغانستان ته یوه اندازه سوداګریزه برېښنا هم وارده وي.