چارواکي: کندز او تخار کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي

په کندز کې امنیتي چارواکي وايي چې د روانو ژمنیو پوځي عملیاتو په لړ کې تېره ورځ درې وسله‌وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په دغه ولایت کې د پامیر د ۲۰ فرقې ویاند غلام حضرت کریمي وايي، د افغان هوايي ځواکونو په حملو کې د کندز ښار اړوند د بُز کندهاري او حضرت سلطان په سیمو کې یو طالب وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د یو بل خبر له مخې ښاغلی کریمي وايي چې د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې تېره ورځ د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې د دغې ولسوالۍ لپاره د وسله‌والو طالبانو مرستیال ولسوال له یو تن ساتونکي سره وژل شوی.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو د دغو دواړو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي.