د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د حکومت په هره سطحه به له اداري فساد سره مبارزې ته دوام ورکړي.
د لویې څارنوالۍ چارواکي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د دوشنبې په ورځ افغان ولسمشر د اداري فساد د تورونو په تړاو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر دنده وځنډوله.
د لویې څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس اصف فیاض ازادي راډیو ته وویل، اداري فساد سره مبارزه د ملي یووالي د حکومت لومړیتوب دی.
ښاغلی فیاض زیاتوي:
"لویې څارنوالۍ او په مجموع کې د ملي یووالي حکومت مشرتابه پرېکړه کړې چې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز رامنځته کړي او د دې مرکز په جوړېدو په حقیقت کې د هغو افرادو او اشخاصو محاکمې ته لاره پرانیزي چې د اداري فساد په لویو قضیو کې لاس لري."
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، دوی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په اړه د مؤظف پلاوي د څېړنو نتایجو ته په تمه دي.
په ارګ کې چارواکي وايي، عبدالرزاق وحیدي د مالي فساد په ځینو مواردو کې پر لاس لرلو تورن دی.