جمعه خان: حکومت مې تقاعد نیم او کله درېیمه برخه راکوي

د ازادي راډیو د دې اوونۍ د انصاف په لټه کې پروګرام د هلمند ولایت د یوه اوسیدونکي جمعه خان ستونزې ته ځانګړې شوې ده.

دی وايي، د پولیسو افسرو، څو کاله وړاندې له مخالفینو په نښته کې ټپې او دواړه سترګې یې ړندې شوي، د تقاعد حقوق اخلم، خو د کال تقاعد مې کله نیم او کله درېیمه برخه راکوي.

دی وايي ، دې پیسو هم ځوریږو، دی هیله کوي د تقاعد تنخوا په منظم ډول او په کابل ټوله په یو ځل ورکړل شي.

مسؤلین ده ته څه ځواب وايي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د انصاف په لټه کې

زموږ د ټیلیفون شمېره ده:

۰۷۲۹۸۲۹۰۰۷