مینه‌پال: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر دنده ځنډول شوې

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر عبدالرزاق وحیدي دنده ځنډول شوې ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال نن ازادي راډيو ته وویل چې د ښاغلي وزیر وحیدي دنده په نوموړي د اداري فساد د تورونو له امله ځنډول شوې ده.

د مینه‌پال په خبره په مخابراتو وزارت کې د دغو تورونو د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.

ښاغلی وحیدي تر دې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې له‌خوا د پرمختیايي بودجې د نه‌لګولو له امله سلب صلاحیت شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې د اداري فساد په تړاو د تورونو له امله د حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي دنده ځنډول کېږي.