سرپل چارواکي: ۶ پولیس د طالبانو له بنده خوشې شول

د سرپل چارواکي وایي، شپږ سرحدي پولیس نن د وسله‌والو طالبانو له بند نه خوشې شول.

د دغه ولایت ویاند ذبیح‌الله اماني ازادي راډيو ته وویل چې دغه سرحدي پولیس د افغان ځواکونو په عملیاتو کې خوشې شوي چې وسله‌والو طالبانو ته هم په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي وویل چې یاد سرحدي پولیس څه موده وړاندې د وسله‌والو طالبانو له لوري برمته شوي وو.

د ښاغلي اماني په خبره، په دغو عملیاتو کې شپږ وسله‌وال طالبان وژل شوي نهه ټپیان او یو شمېر مهمات ترلاسه شوي دي.

خو وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.