ابراهیمي: د ژمي موسم نه په استفادې پوځي عملیات دې چټک شي

د افغانستان د ولسي جرګه وايي، که حکومت له وړاندې ژمني تصیفوي عملیات ګړندي، منظم او دقیق نه‌کړي، راتلونکی کال به له امنیتي پلوه یو ستونزمن کال وي.

عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ عمومي غونډه کې له امنیتي او دفاعي ارګانونو وغوښتل چې د ژمي له موسمه په استفادې، ژمني پوځي عملیات چټک او دقیق کړي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"ژمی یو ښه فرصت دی د دې لپاره چې موږ ورنه ښه استفاده کړې وی، حکومت په ځانګړي توګه امنیتي او دفاعي ارګانونه باید د یو منظم او دقیق مدیریت له مخې پراخ پوځي عملیات وکړي، څو خدای مه‌کړه موږ په راتلونکي کال کې د کړکېچ شاهدان ونه‌اووسو."

ښاغلي ابراهیمي دغه‌شان وویل، یو شمېر ګاونډي هېوادونه په دې اړه پلانونه او غونډې لري چې داعش ډله په افغانستان کې مهار کړي خو افغان حکومت له دې قضیې څخه په ساده‎ګۍ تېرېږي چې د ښاغلي ابراهیمي په خبره دا د پوښتنې وړ موضوع ده.

د ولسي جرګې رئیس وايي، افغان حکومت باید د پردیو د دسیسو پر وړاندې مسؤلانه چلند وکړي او د ګاونډیو هېوادونو له‌خوا له طالبانو څخه د وسلې په توګه د کار اخیستلو موضوع باید نقد کړي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره اوونۍ مسکو کې د افغانستان په اړه د روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.

د دغې غونډې په اړه چې د افغان حکومت استازو ته په‌کې بلنه نه‌وه ورکړل شوې اندېښنې دا دي چې دغه نوی جوړ شوی بلاک غواړي په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو په هدف له طالبانو سره اړیکې جوړې او ورسره مرسته وکړي.

خو په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي هڅې یې پیل کړي څو په ژمي کې روان پوځي عملیات ښه مدیرت او تنظیم شي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې د ژمي په موسم کې به دوی د کورنیو او بهرنیو وسله‌والو پر وړاندې تهاجمي عملیات چټک کړي.

د ښاغلي رادمنش په خبره دا مهال په ۱۴ ولایتونو کې ۱۸ پوځي عملیات روان دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"د ژمي په جریان کې موږ دې ټکي ته متوجې یو چې جګړه په ښه ډول مدیریت کړو او همدارنګه موږ په دغه موسم کې د بهرنیو او کورنیو ترورېستانو پر وړاندې خپل فعالیتونه منظم کوو."

ښاغلي رادمنش زیاتوي چې روان کال افغان ځواکونه توانېدلي چې پرمختللي کشفي او استخباراتي وسایل ترلاسه کړي چې دا به د جګړې په مدیریت او د عملیاتو په بري کې له دوی سره ډېره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي وايي، د بدخشان، ارزګان، زابل او کندز په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د وسله‎والو طالبانو او القاعده حضور دا ښيي چې راتلونکی کال به له امنیتي پلوه یو خونړی کال وي.

راپور: رحمت‌الله افغان