قوقندي: افغانستان او ازبکستان اقتصادي تړونونه لاسلیک کړل

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې په ازبکستان کې د دواړو هېوادونو د ګډ پلاوي تر منځ د ترانزیټ او د رېل پټلۍ له لارې د ترانسپورټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې تړونونه لاسلیک شول.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډيو ته وویل چې دواړه هېوادونه غواړي چې د صادراتو او وراداتو کچه نوره هم لوړه کړي.

ښاغلی قوقندي زیاتوي، په نېږدې راتلوونکې کې به د دغه وزارت په استازیتوب یو تخنیکي پلاوی د اقتصادي اړیکو د پراختیا په هدف ازبکستان ته سفر وکړي.