له پاکستان څخه کندهار ته د افغان کډوالو راستانه شوي سلګونه کورنۍ له دولت څخه کور او کار غواړي.
له پاکستان څخه کندهار ته هره ورځ په اوسط ډول د ۵۰ څخه تر شپېتو کورنۍ راځي.
دغه تازه راستنېدونکي کورنۍ وايي، که په پاکستان کې له ډول-ډول ستونزو سره مخ وه نو دلته هم بېستونزو نهدي پاتې.
Your browser doesn’t support HTML5
کندهار ته راستانه شوي کډوال کور او کار غواړي
راغلي کډوال وايي، په پاکستان کې د هغه هېواد پولیسو ځورولي او کډې کولو تهيې مجبور کړي.
په تېرو شپږو میاشتو کي له پاکستانه کندهار ته شاوخوا ۱۴۰۰ کورنۍ راغلي، دوی چې د ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي له دولته د سر پناه لپاره کور او کار غواړي.
دوی وايي:
"موږ یو ځمکه او جایداد غواړو هېڅ سرپناه نهلرو د خدای روی ته وګورئ پر دې کونډو او یتیمانو رحم وکړئ."
د کندهار په سپینبولدک ولسوالۍ کې د پاکستان سره پر پوله د کډوالو د نړیوال سازمان یا "آی. او. اېم" دفتر له تازه راستنېدونکو کډوالو سره لومړنۍ مرستې کوي.
د دغې ادارې سیمهییز مشر محمد وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې دغه ادارې د پنځه زره کسانو سره نغدي او د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته کړې.
د کندهار په سپینبولدک ولسوالۍ کې مو د کډوالو چارو ریاست د استازي علي محمد سره د کډوالو د سرپناه د ستونزې په اړه خبرې وکړې هغه وايي چې د راستنېدونکو کورنيو د سرپنا لپاره به ډېر ژر هغوی ته د مهاجرينو په ښارګوټي کې ځمکې ورکړي.
خو ویل کېږي چې لا هم د دغه ښارګوټي تخنیکې چارې بشپړې شوې نهدي.
د پاکستان څخه کندهار ته د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ لاهم دوام لري چارواکي وايي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به ۱۵۰۰ نورې کورنۍ هم دغه ولایت ته راشي.
راپور : محمد صادق رښتینی