هرات کې د شيعه‌ګانو يوه جومات ته نېږدې چاودنې ۶ تنه ټپيان کړل

په هرات ښار کې د شيعه‌ګانو يوه جومات ته نېږدې چاودنې شپږ کسان ټپيان کړل.

دغه پېښه پرون ماښام د هرات په اوومه ناحيه کې وشوه.

د هرات والي وياند جېلاني فرهاد وويل چې د يوه ټپي وضعيت نازک دى.

ښاغلی فرهاد وايي:

"په دې ترورېستي حمله کې شپږ بې‌دفاع کسان ټپيان شوي، چې يوه په‌کې ښځه ده. له بده مرغه د يوه ټپي وضعيت نازک دى."

د والي وياند وويل، په دې چاودنه کې د امام محمد باقر جومات دېوال زيانمن شوى دى.

د هرات والي محمد اصف رحيمي امنيتي چارواکو ته امر کړى، چې د دې پېښې عاملان پيدا او ونيسي.