کندز چارواکو د "پامير ١" عملياتو پر ګړندي کېدو بحث وکړ

په کندز کې چارواکو د "پامير ١" پوځي عملياتو د ګړندي کېدو او د غير مسؤله وسله‌والو ډلو د مخنيوي پر مسئله بحث وکړ.

والي اسدالله عمرخېل پرون د خپل ولايت له امنيتي او پوځي چارواکو سره په يوه کتنه کې په دې باب خبرې وکړې.

د والي وياند سيد محمود دانش تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:

"د ټولو پوځي مسؤلانو د پروني بحث موضوع، کندز ښار ته د غير مسؤله وسله‌والو د ننوتلو مخنيوى و. دوى د کندز په ټولو سيمو کې د دغو غير مسؤله وسله‌والو د بې‌وسلې کولو په باب د قاطع اقدام غوښتنه وکړه."

د کندز په وروستيو ناامنيو کې غير مسؤله وسله‌وال هم په لاس لرلو تورن شوي دي.

د کندز چارواکي وايي، دغه وسله‌وال چې ډېره برخه‌يې په خان‌اباد ولسوالۍ کې دېره ده، د جرمونو او ناامنيو سبب شوي دي.

په پرونۍ غونډه کې په کندز کې د "پامير ١" په نامه د پيل شويو عملياتو د چټکتيا او پراختيا غوښتنه وشوه.

د یوه بل خبر له مخې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې وړمه شپه د بهرنيو ځواکونو د بې‌پېلوټه الوتکې په حمله کې د داعش ۱۰ غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر پرون ناوخته وويل، په ځانګړو عملياتو کې د دې ډلې دوه مهم قوماندان نيول شوي هم دي.

د دغو کسانو نومونه مولوي عباس او ابوحذيفه ښوول شوي دي.