صادق: ارزګان کې ۱۴ وسله‌وال مخالفین وژل شوي

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین وایي چې په ارزګان کې د تېرو ۲۴ ساعتونو عملیاتو پر مهال ۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د عامه اړیکو مسؤل محمد صادق نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات د ارزګان مرکز ترینکوټ او چوره ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

نوموړي وویل چې په دغو عملیاتو کې د وسله‌والو مخالفینو یوه عراده موټر او څلور موټر سایکلونه له‌منځه وړل شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د عامه اړیکو مسؤل په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې په اړه جزئیات ورنه‌کړل.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.