حمیدي: د کندز پوځي عملیاتو کې پرمختګ شوی

د کندز امنیه قوماندان وایي چې په دغه ولایت کې د افغان امینتي ځواکونو عملیات مهمې لاسته راوړنې لري.

جنرال عبدالحمید حمیدي ټينګار کوي چې د افغانستان دښمنانو ته به اجازه ورنه‌کړل شي تر څو په دغه ولایت کې فعالیت وکړي.

خو د کندز یو شمېر اوسېدونکي بیا وایي چې د افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې لسګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي او یو شمېر عام وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

دوی همدارنګه له چارواکو غواړي چې په دغو عملیاتو کې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.