ابزرور: زلمي افغان کډوال یونان کې له خوارۍ ځانونه پلوري

ابزرور انټرنټي خپرونه په خپله پاڼه کې تر دې سرلیک لاندې مقاله لري، زلمي افغان کډوال په یونان کې له خوارۍ ځانونه پلوري.

د خپرونې په باور بې وزلي او یوازیتوب د دې سبب شوی دی چې دغه زلمیان د اتن په پارکونو او میدانونو کې ځان خرڅ کړي.

د یو شمېر نورو هېوادونو ځوانان هم دا کار کوي، خو ګڼ افغان ځوانان چې مشران او کورنۍ ورسره نه شته د اتن د ښار پر څوکۍ د شپې ناست وي ترڅو څوک پیدا شي او دوی له ځان سره یوسي.

ابزرور خپرونه زیاتوي چې دغه ځوانان چې اکثر یې تر پنځلس کلونو ډېر عمر نه لري د جنایتکارانو لپاره اسانه وسیله ده چې هم له دوی څخه د جنسي وسیلې په توګه، هم د مخدر موادو د پلورونکي په توګه او هم د نورو جرمونو لپاره استفاده ترې وکړي.

محمد میرزايي یو افغان دی چې په یوې خیریه موسسې کې کار کوي، دی هغه څوک دی چې هره ورځ له افغان کډوالو سره سرو کار لري.

ده ابزرور خپرونې ته ویلي دي چې د افغان کډوالو اساسي ستونزې دا دي چې له دوی سره ډېر تبعیض کېږي، هیڅ سازمان مرسته ورسره نه کوي او حکومتي مرستې هم نه ترلاسه کوي چې په دې ډول مجبوره کېږي چې له شرمه ډک کارونه وکړي ترڅو خپل ژوند مخته یوسي.

د ابزرور خپرونې په باور دغه افغان ځوانان په سره ژمې کې په خیمو کې ژوند کوي او د ځان پلورل د دوی د عوایدو اساسي سرچینه ده.

بلفاست تیلګراف:

د لوېدیځ یوې بلې خپرونې هم د افغان زلمیو په اړه لیکنه خپره کړې ده، خو دا هغه زلمیان دي چې د نورو سیالان دي.

بلفاست تیلګراف خپرونې د افغانستان د کرکټ لوبو په اړه مقاله خپره کړې ده.

دا مقاله تر ډېره خبرې ده، په پیل کې یې لیکلي دي چې ایرلنډ له افغان ځوانانو او نامیبیایي لوبغاړو سره د راتلونکې میاشتې د کرکټ په لوبه کې په یوه ګروپ کې راغلی دی.

ټاکل شوې ده چې د شل اورونو دا لوبې په عربي متحد اماراتو کې د جنوري په څوارلسمه پیل شي او د جنوري په شلمه ختمې شي.

د ټورنمنټ په لومړۍ ورځ به ایرلند له افغانستان سره په شیخ زاید ملي لوبغالي کې په ابوظبي کې مسابقه وکړي.

بلفاست ټیلګراف لیکي چې تر دې سیالیو وروسته به د مارچ په میاشت کې په هند کې ایرلنډ د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم له لوبغاړو سره نهه لوبې وکړي.